په سرپل کې د ۲.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې کار روان دی

mrrd-admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۰ - ۸:۳
په سرپل کې د ۲.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې کار روان دی

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو او کلیوالي حفظ الصحې ملي پروګرام له لوري د سرپل ولایت د مرکز په نو اباد اسیاباد کلي کې کې د ۲.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې کار روان دی.

دا شبکه ۲۰۲۱ متره اوږدوالی، ۸۴ نلکې، یوه ۱۰۰ متره ژوره څاه چې په یوه ثانیه کې لږ تر لږه ۱.۳ لیټره اوبه ورکوي، ۱۸ ۲۶۰- ۲۷۰ واټه سولري تختې او د ۲۰ متر مکعبه په کچه یوه زیرمه لري چې په بشپړتیا سره به یې ۱۶۰ کورنۍ د څښاک له پاکو او صحي اوبو برخمنې شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۳:۱۶
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو پراختیا انسټیټیوټ د (GIS) ښوونیز ورکشاپ پيل شو

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت (۵۳) تنه مرکزي کارکوونکو لپاره د کلیو پراختیا انسټیټيوټ د جغرافیايي معلوماتو سیسټم (GIS) ورکشاپ نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۱۶
Background image

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له بهیر څخه لیدنه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال مولوي شرف ‌الدین مسلم د یوه پلاوي په ملتیا بدخشان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۰
Background image

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت محترم وزیر صاحب غزني او زابل ولایتونو ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د مل پلاوي په ملتیا غزني او زابل ولایتونو ته د کاري سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د کلیو د بیارغونې او. . .

BACK TO NEWS