په سرپل کې د ۲۶۰ متره استنادي دیوال جوړولو کار روان دی
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمیزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر له خوا د سرپل ولایت د سانچارک په اوقاف شرقي کلي کې د ۲۶۰ متره استنادي دیوال جوړولو کار روان دی.
ددې پروژې په ترڅ کې لسګونو ماهرو او نا ماهرو کارګرو ته د کار زمینه برابره شوې ده او په بشپړتیا سره به یې د ۳۰۰ کورنیو د کلي جومات، د استوګنې کورونه او باغونه د نیزونو او سیلابونو له ګواښه خوندي شي.