په سرپل کې د ۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې کار بشپړ شو
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت له لوري د سرپل ولایت په سرخک کلي کې د ۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې کار بشپړ او ګټې اخیسانې ته وسپارل شوه.
دا شبکه ۲۰ متر مکعبه یوه فلزي زیرمه، یوه ژوره څاه او ۷ نلکې لري او ۲۵۰ کورنیو ته یې د څښاک د پاکې اوبه برابرې کړې دي.
