په سرپل کې د ۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د دوو شبکو کار روان دی
دکلیو بیارغونې اوپراختیا وزارت له لوري د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ په تیخوچ او ابجوش اوګوسفندي ولسوالۍ په ابخور کلیو کې د ۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د دوو شبکو کار روان دی.
د تیخوچ او ابجوش شبکه ۹۸۶۰ اوږدوالی، ۴ له ۱۰ تر ۳۰ مترومکعبو ځمکنۍ اوسپنیزې کانکریټي زیرمې، ۴ فشار ماتوونکي او ۱۰۰ نلکې لري، او د ابخور شبکه یوه اوسپنیزه کانکریټي زیرمه، ۶ فشار ماتوونکي، درې دفشار کنترول والونه او ۱۵ نلکې لري.
ددې پروژو په بشپړیدو به ۹۶۵ کورنۍ دڅښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.