په سرپل کې د ۱۱ میلیونه افغانیو په ارزښت دوه استنادي دیوالونه جوړ شول
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو همغږۍ دفتر له خوا د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ په اوقاف شرقي کلي او د یاد ولایت د مرکز په کنګره باغ کلي کې د ۱۱ میلیونه افغانیو په ارزښت دوه استنادي دیوالونه چې ۲۶۰ متره او ۱۶۹ متره اوږدوالی لري جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د دې دیوالونو په جوړیدو سره د سیمه ییزو خلکو ګڼې کرنیزې ځمکې، باغونه او د اوسیدو کورونه د سیلابونو له ګواښه خوندي شول او په ټوله کې ۶۰۰ کورنۍ يې له ګټو برخمنې شوې.