په سرپل کې د څه باندې ۱.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو د یو کانال کار بشپړ شو

Ehsan_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۱ - ۴:۴۳
سرپل

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د څه باندې ۱.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو د یو کانال او د هغه د محافظوي دیوال د جوړولو کار د سرپل ولایت د مرکز اړوند د کورک ازبکیه کلي د پراختیایي شورا له خوا بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. دغه کانال ۱۰ حقابې لري او د محافظوي دیوال اوږدوالی یې ۱۷ متره او لوړوالی یې ۳ متره دي چې ۲۷۷ کورنۍ ترینه ګټه پورته کوي. د یادونې وړ ده چې د نوموړي کانال په ګټې اخیستنې سره  د کلیوالو ۲۵۰ جریبه ځمکه خړوبیړي او د اوبو د زیاتوالي په موسم کې د سیلابونو له ګواښ څخه ژغورل کیږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۷
Background image

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل‌ فرش سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند له واینګل سیمې څخه تر اولیا بالا پورې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل ‌فرش سړک د جوړولو چارې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۶:۱۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال په ننګرهار کې د پراختیايي پروژو د کار له بهیر څخه څارنه ترسره کړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ښاغلي الحاج محمد ارسلاح خروټي ننګرهار ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د بېرته راستنېدونکو کډوالو ښارګوټي کې د. . .

BACK TO NEWS