په سرپل ولایت کې د کرنیزو اوبو لګولو د یو کانال د جوړیدو کار روان دی
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د سرپل ولایت مرکز اړوند د چها ریکه جوی شهید کلي د پراختیایي شورا لخوا د یو کرنیز کانال د جوړیدو کار روان دی.
په دې پروژه ۲ میلیون او۸۰ زره افغانې لګول شویدي چې د نوموړي کانال اوږدوالی ۲۰۰ متره او لوړوالی یي ۶۰ سانتی متره دی او ۴۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبوي.
ددغې پروژې د کار تر اوسه ۵۵ سلنه پرمخ تللی دی. د یادونې وړده چې د نوموړې پروژې د جوړیدو په بهیر کې به ماهرو او غیرو ماهرو کاریګرو ته ۱۱۵۰ کاري ورځې رامنځته شي او د کلي ۵۵ کورنۍ به ترینه ګټه پورته کړي.
