په زابل کې د ۸۳۱ زره افغانیو په ارزښت د اوبو رسونې یوه شبکه بشپړه شوه

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسونې، اوبه خور او حفظ الصحې د ملي پروګرام له لوري د زابل د شهر صفا ولسوالۍ په ګیدړ کاریز کلي کې د ۸۳۱ زره افغانیو په ارزښت د اوبو رسونې یوه شبکه جوړه او ګټې اخستنې ته وسپارل شوه. ددې شبکې په بشپړتیا سره ۱۷۰ کورنیو د څښاک پاکو او صحي اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.