په زابل کې د ۲،۹ ميليونه افغانیو په ارزښت د کارېز جوړولو هوکړه لیک لاسیک شو

۶/۱۲/۱۳۹۷
د زابل ولایت د میزانې ولسوالۍ د جژګه کلي کارېز د جوړولو قرارداد د ۲،۹ ميليونه افغانیو په ارزښت د کلي له پرمختیايي شورا سره لاسلیک شو.
دا پروژه د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر لخوا پلي کېږي، چې ۱۵۰ کورنۍ به ترې ګټه اخلي او ۲۲۵ جرېبه زراعتي ځمکه به خړوبوي.
د یادونې وړ ده، چې ۱۸ ميليونه افغانیو په ارزښت د پنځو نورو کاریزونو د رغولو هوکړه لیکونه هم تیار دي، چې په ۱۳۹۸ کې به یې چارې پیل شي.