په زابل کې د اوبو رسولو د یوې شبکې جوړولو کار روان دی

ulfat_admin
شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۵ - ۱۰:۶
په زابل کې د اوبو رسولو د یوې شبکې جوړولو کار روان دی

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د زابل ولایت د مرکز په ملا ضیا الدین کلي کې د اوبو رسولو د یوې سولري شبکې جوړولو کار ۴۵ سلنه پر مخ تللی.

دا شبکه دوه لاسي نلکې، ۲.۸ کیلو واټه لمریزه بریښنا، یوه هسکه زیرمه او یوه ۱۰۰ متره ژوره څاه لري چې د جوړولو په ترڅ کې یې تخنیکي او نا تخنیکي کارګرو ته ۲۱۰ کاري ورځې رامنځ ته شوي.

یاده دې وي چې په دې شبکې سره به ۵۵ کورنۍ د څښاک له پاکو او صحي اوبو برخمنې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۸:۵۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو پراختیا انسټيټوټ او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۲:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا او خوست ولایتونو قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا او خوست ولایتونو له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۴۳
Background image

په دایکندي ولایت کې د اوبو رسولو (۴) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم له خوا د دایکندي ولایت په پاتو ولسوالۍ کې د  څه باندې (۲۹،۹) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (. . .

BACK TO NEWS