په زابل ولایت کې د نجونو د یوه ښوونځي لپاره د څښلو د اوبو او حفظالصحې آسانتیاوې برابرې شوې
د یو میلیون، ۳۳۴زره او ۹۰۰ افغانیو په لګښت سره، چې د یونیسف د ادارې لخوا ورکړل شوې، د زابل ولایت د مرکز کلات ښار کې د بي بي خالا په نامه د نجونو د یوه ښوونځي لپاره د څښلو د اوبو او حفظ الصحې آسانتیاوې برابرې شوې.
د اوبو رسولو او حفظ الصحوي آسانتیاوو په دغه پروژه کې د ککړو اوبو لپاره د یوې ذخیرې او لاس مینځلود آسانتیاوو جوړول، د سولرونو او ورسره نورو اړینو وسایلو نصبول، د یوې ژورې څاه او ۱۹ تشنابونو رغول او د ښوونځي لپاره د خځلدانیو برابرول شامل وو.
له یادو شویو اسانتیاوو څخه، چې ددغې پروژې په تطبیق سره چمتو شوې، د بي بي خالا د نجونو د ښوونځي شاوخوا ۱۹۶۱ تنه زدهکوونکې ګټه اخلي.
د اوبو او حفظ الصحوي آسانتیاوو دغه پروژه د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ الصحې د پروګرام له طریقه تطبیق شوه.
