په روزګان کې د 226 متره محافظوي دیوال کار 23 سلنه مخکې تللی
دکلیوبیارغوني اوپراختیاوزارت دولسي تړون ملي پروګرام لخوا د روزګان ولایت د مرکز ترینکوټ د شمالي سولې شورا له خوا د 226 متره محافظوي دیوال کار 23 سلنه مخکې تللی .
په نوموړي پروژه باندې 1.8 میلیونه افغانۍ لګښت راځي ددې پروژې په ترڅ کې تخنیکي اونا تخنیکي کارګرانو ته 1534 کاري ورځې رامنځته شوي ددې دیوال په بشپړیدوسره به لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه دسیلابونوله زیان څخه خوندي شي او 200کورنۍ به ورځنې ګته واخلي.