په روزګان کې د ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د دوو شبکو کار پیل شو
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د روزګان ولایت د مرکز ترینکوټ د کوچیانو د ایلبندونو د پاڼ شورا او څاکي شورا په سیمو کې د ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د دوو شبکو جوړولو کار پیل شو.
د دې پروژو په ترڅ کې تخنیکي او نا تخنیکي کارګرو ته ۹۲۹ کاري ورځې رامنځ ته شوي چې په بشپړتیا سره به یې ۱۱۸ کوچي کورنۍ د څښاک له پاکو او صحي اوبو برخمنې شي.
