په روزګان کې د ۱.۷ میلیونه افغانیو په رزښت ۹۶۰ متره د اوبه خور کانال جوړ شو
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د روزګان ولایت د مرکز ترینکوټ ښار په خیرو جان کلي کې د ۱.۷ میلیونه افغانیو په رزښت ۹۶۰ متره د اوبه خور کانال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د دې پروژې په ترڅ کې ۲۸۸۵ کاري ورځې رامنځ ته شوې وې او تر بشپړتیا وروسته یې ۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه او باغونه د اوبه خور تر منظم پوښښ لاندې راغلل.