په دایکنډي کې ۵۵ بیلابیلې پروژې ګټه اخیستونکو ته وسپارل شوې
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام لوري ۵۵ بیلابیلې پروژې ګټه اخیستونکو ته وسپارل شوې په دې پروژو کې د اوبو رسولو ۱۵ شبکې ۷۵ څاه ګانې، د کرنیزو اوبو ۱۸ زیرمې او کانالونه ۳ پایپ سکیمه او ۱۰ کیلو متره سړک راځي دا پروژې د مرکز، کیتي او میرامور ولسوالیو په بیلو کلیو کې ګټې اخیستنې ته سپارل وې دي، چې نږدې ۷۱.۳ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی و چې نړیوال بانک ورکړی و.۱۵۱۶۰ کورنۍ له دې پروژو ګټه اخلي.
