په دایکنډي کې پر ۷ اړو کورنیو د ۶۸ زره افغانیو په ارزښت خوراکي توکي وویشل شول
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون پروګرام د غلو دانو له بانکونو په دایکنډي کې پر ۷ اړو کورنیو د ۶۸ زره افغانیو په ارزښت خوراکي توکي وویشل شول چې غنم، وریجې، غوړي، چای، بوره او شیریني په کې شامل وو
دا خوراکي توکي د ټولنیز مشارکت د مالي وجهي صندوق (SIG) له لارې چې د خلکو ګډون هم په کې و وویشل شول. داسې مهال چې د کورونا وایروس د خپریدو له کبله نرخونه ختلي دا مرستې حیاتي ارزښت لري.
