په خوست کې ۱۳ کیلو متره سړک پخیږي

Ehsan_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۲/۱۵ - ۰:۲۵
خوست

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د سړک د پخولو چارې پر مخ روانې دي.

د دغې پروژې په لړ کې د یادې ولسوالي په حصارک کلي کې د نږدې ۱۳ کیلو مترو په اوږدوالي سړک په دوو برخو کې قیر کیږي.

د یادې پروژې په ترڅ کې چې له ملي بودیجې تمویل شوې ۲۲۲۳۱ کاري ورځې رامنځته کيږي چې په بشپړیدو به یې د سیمې ۲۶۱۸۰ اوسیدونکي ترې ګټه پورته کړي. دغه سړک به نه یواځې د سیمې د اوسیدونکو د تګ او راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته کړي بلکې مارکیټونو ته د ځايي بزګرانو د کرنیزو حاصلاتو د چټکې رسیدا په لار کې به هم ګټور پریوځي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS