په خوست کې د ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پرمختیايي پروژې کار پیل شو

content_manager
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۵ - ۱۵:۲۲
په خوست کې د ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پرمختیايي پروژې کار پیل شو

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمیز پروګرام له لوري د خوست ولایت د مرکز متون په ظبطي ماني سیمه کې د ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پرمختیايي پروژې کار د بنسټ د ډبرې په ایښودلو سره پیل شو.

په دې پروژه کې د ۱۰۳ متره کانال، ۵۵ متره سربند، ۶۰ متره اړخیز دیوال او ۴۰۰ متره استنادي دیوال جوړول شامل دي. د دې پروژې په ترڅ کې به کارګرانو ته ۶۱۴۴ کاري ورځې رامنځ ته شي.

د دې پروژې په پلي کیدا سره به ۵۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي، ۱۹ جریبه نوره ځمکه به د نیزونو له ګواښه وژغورل شي او ۱۶۸۰ کسان به یې له ګټو برخمن شي.

یاده دې وي چې په دې پروژې سره به د سیمې شاړه ځمکه د کر وړ وګرځي او د اوبه خور تر منظم پوښښ لاندې به راشي چې له دې کبله به کرنیز حاصلات لوړ شي او د خلکو په ژوندانه کې به ګټور اقتصادي بدلون راشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS