په خوست کې د ۲.۷ میلیونه افغانیو په لګښت د لمریزې برښنا د یوې پروژې د جوړولو کار بشپړ اوګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

Ehsan_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱/۱۹ - ۰:۴۷
خوست

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لخوا د ۲.۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۱ کیلوواتو په ظرفیت د لمریزې برښنا د یوې پروژې د جوړولو کار د خوست ولایت د ګربزو ولسوالۍ اړوند د ګلوک خیلو کلي د پراختیایي شورا له لوري بشپړاو ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د نوموړي پروژې په بشپړیدو سره ۱۳۰ کورنیو ته د برېښنا څخه د ګټې اخیستنې د لاسرسي زمینه برابره شوه. د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې د جوړیدو په بهیر کې د ماهرو او غیرو ماهرو کاریګرو لپاره ۱۱۳۰ کاري ورځې هم منځته راغلې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۳۸
Background image

په بامیانو ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د بامیانو ولایت په مرکز او يکاولنگ ولسوالۍ کې د شاوخوا (۳۷) میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې  د دغه. . .

BACK TO NEWS