په خوست کې د ۱.۷ میلیونو افغانیو په ارزښت د یوه کرنیز کانال د جوړولو کار روان دی
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د خوست ولایت مرکز اړوند د بدیخیلو په کلي کې د۱.۷ میلیونو افغانیو په ارزښت د ۳۷۱ مترو په اوږدوالي د یوه کرنیز کانال د جوړولو کار روان دی.
یاد کرنیز کانال به د سیمې ۱۰۰۰ جرېبه کرنیزه ځمکه خړوبه کړي. او ددې پروژې د تطبیق پر مهال تخنیکي او نا تخنیکي کاریګرو ته ۱۳۴۵ کاري ورځې رامنځته شي، چې ۱۵۲ کورنۍ به ترېنه ګټه واخلي.