په خوست ولایت کې کلیوالي مېرمنو ته د کرونا وایروس په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام له لوري د خوست ولایت په مرکز او مندوزۍ ولسوالیو کې د ښځینه کارمندانو له لوري د کرونا وایروس څخه د مخنیوي په موخه د روغتیایي سپارښتنو عامه پوهاوی کلیوالي مېرمنو ته ورکړل شو.
دا کارمندان د خپلو ورځنیو چارو او دندو تر څنګ کور په کور او کلي په کلي د سپما ګروپونو او د پور او سپما د کلیوالي اتحادیو ښځینه غړیو ته د یاد وایروس د مخنیوي په اړه سپارښتنې کوي.
د دې ګروپونو غړي د یاد کمپاین څخه خوښ برېښي او ژمنه کوي، چې زدهشوې سپارښتنې به د کلي له نورو کورنیو او مېرمنو سره شریکوي. تر څو وکولای شي، د دې وژونکي وایروس له زیانونو څخه ځان او کورنۍ وژغوري.
