په خوست ولایت کې د سپما ګروپونو ۵۳۹ تنو ته د پروګرام اړوند معلوماتي روزنه ورکړل شوه

content_manager
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۱ - ۴:۵۵
په خوست ولایت کې د سپما ګروپونو ۵۳۹ تنو ته د پروګرام اړوند معلوماتي روزنه ورکړل شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام له لوري د خوست ولایت مرکز او مندزوي اسمعیل‌خېل ولسوالۍ د ۵۵ سپما ګروپونو ۵۳۹ تنو ته د پروګرام اړوند معلوماتي روزنه ورکړل شوه.

دې روزنې دوه ورځ دوام درلود، چې په‌کې په سپما ګروپونو کې غړیتوب اخیستلو، د پروګرام اهداف او موخې او د کورنیو پر اقتصادي وضعیت د پس‌انداز اغېز تشریح شول.

د سپما ګروپونو غړیو د یادو روزنو څخه خوښي وښوده او د مالي پوهې د ډېرېدو لپاره يې دا ډول روزنې مهمې وګڼلې او د دوام غوښتونکي يې شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۷
Background image

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل‌ فرش سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند له واینګل سیمې څخه تر اولیا بالا پورې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل ‌فرش سړک د جوړولو چارې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۶:۱۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال په ننګرهار کې د پراختیايي پروژو د کار له بهیر څخه څارنه ترسره کړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ښاغلي الحاج محمد ارسلاح خروټي ننګرهار ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د بېرته راستنېدونکو کډوالو ښارګوټي کې د. . .

BACK TO NEWS