په جوزجان کې ۱۵۱ کورنیو ته د څښاک اوبه چمتو شوې

mrrd-admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۳ - ۱۵:۲۶
تهیه‌ی آب آشامیدنی صحی برای ۱۵۱ خانواده در جوزجان

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د‍ ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د جوزجان ولایت مرکز اړوند په شبرغان ښار کې د زرګرخانه پراختيايي شورا لخوا د ۱.۲ میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک اوبو یوه شبکه جوړه شوه. دغه شبکه ۸۹۷ متره اوږدوالی، ۸ نلکې، ۷۰ متره ژوره څاه ، یو برېښنایې پمپ او د ۱۰ متره مکعب ظرفیت په لرلو یوه اوسپنیزه زېرمه لري چې ۱۵۱ کورنۍ ترې ګټه اخلي.

د دې شبکې د جوړېدو په ترڅ کې لسګونه ځايي تخنیکي او نا تخنیکي کاریګرو ته کاري ورځې هم برابرې شوې.

د یادونې وړده چې مخکې پدې کلي کې یو شمیر نیمه ژورې څاګانې موجودې وې چې د اوبو د کچې په ټیټیدو سره نوموړې څاګانې وچې شوې او خلک د څښاک اوبو له کموالي سره مخامخ وو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS