په جوزجان کې د ۵.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبه خور د یوه کانال کار بشپړ او ګټې ا خستنې ته وسپارل شو
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د ینگه اریغ بالا، پایین او وسط کلیو پراختیایي شوراګانو لخوا د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار کې د۵ میلیونه او ۲۱۶ زره افغانیو په لګښت د یوه کانال پروژه بشپړه شوه .
د نوموړي کانال اوړدوالی ۵۸۰ متره او لوړوالی یې ۱.۴ متره دی چې ۲۰۰۰ جریبه ځمکه خړوبوي او۵۸۰ کورنۍ به ترینه ګته اخلي، . د یادونې وړده چې د پروژې د جوړیدو په بهیر کې تخنیکي او غیر تخنیکي کاریګرو ته ۵۵۲ کاري ورځې رامنځته شویدي.