په جوزجان کې د ۳۳.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو ۵ پروژې بشپړې شوې
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو او کلیوالي حفظ الصحې ملي پروګرام له لوري په جوزجان کې د ۳۳.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو ۵ پروژې بشپړې شوې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې، دا پروژې د یاد ولایت د منګجک ولسوالۍ په قلي غجر، د مرکز شبرغان په تنکه بال، میر شکار علیا او سالمزان کلیو، د مردیان ولسوالۍ په چلیګ ګنج ترکمنیه او د خانقاه ولسوالۍ په بیش کپه کلي کې بشپړې شوې.
د دې پروژو په ترڅ کې تخنیکي او نا تخنیکي کارګرو ته لسګونه کاري ورځې رامنځ ته شوي او په بشپړتیا سره به یې ۲۶۲۶ کورنۍ د څښاک له پاکو او صحي اوبو برخمنې شوې.
