په تېره ميلادي میاشت کې د ۱۰۶ ميليونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو په برخه کې ۴۰ پروژې بشپړې شوې

content_manager
دوشنبه ۱۳۹۷/۱۲/۲۰ - ۱۱:۱۰
آبرسانی

د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو ملي پروګرام له لوري د روان ميلادي کال د فبروري په میاشت کې د هېواد په یوولس ولایتونو: بلخ، دایکنډي، فراه، فاریاب، هرات، جوزجان، کندهار، خوست، پکیتا، سرپل او زابل کې د ۱۶۰ ميليونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو او حفظ الصحي په سکتورونو کې ۴۰ پروژې پلي کړي.

په دې پروژو کې د اوبو رسولو د ۱۸ شبکو جوړولو، احاطوي دیوالونه، د څلور ژور څاګانو کېندل، د ۱۴ نېمه ژور څاګانو کېندل او د یوې بلې شبکې رغونه، چې په یاد ولایتونو کې ۵۹۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې کړې.

همدرنګه د اوبو رسولو د ملي پروګرام د حفظ الصحې، پاکۍ او تعلیماتو په برخه کې د هېواد په اتو ولایتونو: بدخشان، بادغیس، بامیان، دایکنډي، هلمند، کندهار، ننګرهار او پکیتا ولایتونو کې ۱۱۱ تشنابونو نوي جوړ کړي او ۴۸۵ نور یې رغولي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۲۵ - ۱۳:۴۱
Background image

په کنړ کې د ۵۰ کيلومره متر اوږد دیوال د جوړولو لپاره د سروي چارې پیل شوې

​​​​​​​د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د  سیمه ییزو پروګرامونو د همغږۍ  پروګرام لخوا د ۵۰ کیلو مترو په اوږدوالي د بولډر ډوله استنادي دیوال د جوړیدو د سروې چارې پیل شوې.  یاد دیوال . . .

شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۲۵ - ۱۳:۹
Background image

په لغمان کې د ۳،۶ ميليونه افغانیو په ارزښت په ۶۵۲ اړمنو  کورنیو خوراکي توکي وویشل شول

د کلیو  بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د لغمان ولایت د قرغه ولسوالۍ  په تره خیل کې د ۳،۶ ميليونه افغانیو په ارزښت  په ۶۵۲ کورنیو باندې د خوراکي توکي وویشل شول. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۷/۱۲/۲۱ - ۱۱:۵۱
Background image

د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د ۵۵  پرمختیايي پروژو هوکړه لیکونه د ۵۲۲ ميليونه افغانیو په ارزښت لاسلیک کړل

​​​​​​​ کليو بيارغونې او پراختيا وزارت د هېواد په ۱۴ ولايتونو: بادغيس، بغلان، غور، کابل، کندهار، خوست، لوګر، نورستان، پکتيا، پکتيکا، پنجشېر، سمنګان، تخار او زابل  کې د ۵۵ پرمختيايي. . .

BACK TO NEWS