په تخار کې د ۲ کیلو متره کانکریټي سړک د جوړیدو کار پیل شو
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت له خوا د RIDF موسسې په مرسته د تخار ولایت له پل جلاد څخه د مرکز تالقان تر نواباد پل قاق تالقان پورې د ۲ کیلو متره کانکریټي سړک د جوړیدو چارې د بنسټ د ډبرې په ایښودلو سره پیل شوې.
دا پروژه چې په ۱۴ میاشتو کې به تطبیق شي سربیره پر ۲ کیلو متره کانکریټي سړک ۴۵۰ متره استنادي دیوال یو واش او د سړک د غاړې ویالې هم ددې پروژې برخې دي.
یاده دې وي چې دا سړک به ۱۸ کلي د تخار- کندز له لویې لارې سره وتړي چې د سیمې د خلکو ترانسپورتي ستونزې به هوارې کړي او له بل پلوه به کروندګر وتوانیږي چې خپل کرنیز محصولات پر خپل وخت د پیر او پلور بازارونو ته ورسوي.
