په تخار کې د ۲۰.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت دوه اوسپنیز کانکریټي پلونه جوړ شول
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي لار جوړولو ملي پروګرام له لوري د تخار ولایت فرخار ولسوالۍ په پیاني او زرګران کلیو کې د ۲۰.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت دوه اوسپنیز کانکریټي پلونه جوړ شول.
دې پلونو د چارمغز، ابیدره، پیاني، علي کلي، زرګران او د ګاونډیو کلیو ۱۸ زره او ۵۰۰ تنو ته د لومړنیو خدمتونومرکزونو ته د رسیدو اسانتیا برابره کړه.او د جوړیدو پر مهال یې ۲۷۶۰ کاري ورځې رامنځته شوې وې.