په تخار کې د یوه ښوونځي د ۱۲۱۹ متره احاطوي دیوال پروژه بشپړه شوه
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د تخار ولایت د دشت قلعه ولسوالۍ په نو اباد کلي کې د عبدالعزیز نومي ښوونځي د احاطې د دیوال جوړولو پروژه بشپړه شوه.
د دې پروژې په ترڅ کې ۲۳۵۴ کاري ورځې رامنځ ته شوې وې او ۱۱۰۳ تنه وګړي یې له ګټو برخمن شول. دا دیوال ۱۲۱۹ متره اوږد دی چې په بنسټیز او پاخه ډول جوړ شو، یاده دې وي چې دا پروژه د ښوونځي د حریم د ژغورنې په برخه کې ارزښتناک رول لوبوي.
