په تخار کې اوبورسولو د یوې شبکې کار ۹۵ سلنه پرمخ تللی دی

mrrd-admin
شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۹ - ۱۵:۲۱
پیشرفت ۹۵ درصدی کار ساخت یک شبکه‌ی آبرسانی در تخار

د کلیوبیارغونې اوپراختیا وزارت د اوبورسولو او کلیوالي حفظ الصحې ملي پروګرام له لوري د تخار ولایت د روستاق ولسوالۍ په مسجد حاجي خواجه کلي کې د اوبورسولو د یوې شبکې کار ۹۵ سلنه پرمخ تللی دی.

دا شبکه ۳۹۵۵ متره پایپ، ۴۰ مترمکعبه د اوبو یوه زیرمه، ۳۰ سولري تختې، یوه ژوره څاه او ۲۰۵ نلکې لري او په جوړیدو به یې ۴۲۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.

باید ووایو چې د کلیوبیارغونې او پراختیا وزارت له لوري په تیره یوه اونۍ کې د اوبو رسولو د ۸ شبکو او څاګانو کیندلو کار بشپړ شوی او زرګونه تنو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۳۸
Background image

په بامیانو ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د بامیانو ولایت په مرکز او يکاولنگ ولسوالۍ کې د شاوخوا (۳۷) میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې  د دغه. . .

BACK TO NEWS