په بلخ کې د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام سیمه ییزه کارکوونکو ته د اسلامي بانکوالۍ روزنه ورکړل شوه
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام له لوري د بلخ ولایت د کلیو پراختیا ریاست په دفتر کې د دې پروګرام ټولنیزه کارکوونکو ته د اسلامي بانکوالۍ تر نامه لاندې څلور ورځنۍ روزنه ورکړل شوه.
همدا راز یادو کارکوونکو د بلخ ولایت په نهر شاهي او دهدادي ولسوالیو کې د پور او سپما د پنځو اتحادیو او ۷۱ سپماګروپونو له روانو فعالیتونو او په دې بنسټونو کې یې د پورونو د اجرا او بېرته ورکړې له پروسې څخه یې لیدنه تر سره کړه.
