په بلخ ولایت کې د ۲۶۰ کورنیو ماشومانو ته د زده کړې مناسبه زمینه برابریږي.

mrrd-admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۳ - ۱۱:۱۹
جریان کار ساخت یک مکتب به ارزش ۴.۲ میلیون افغانی در بلخ

د کلیو بيارغونې او پراختیا وزارت، د ولسي تړون ملي پروګرام د اقرأ پروژې تر سیوري لاندې د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ اړوند د قورچي وطني کلي کې د ۴.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د نجونو او هلکانو لپاره د یوه ښوونځي د جوړیدو چارې ۷۰ سلنه پرمخ تللې دي.

دا ښوونځی ۴ درسي خونې، ۳ تشنابونه، د څښاک اوبو یوه څاه او۱۹۰ متره محافظوي دیوال لري.

د دې ښوونځي په جوړیدو سره به تخنیکي او نا تخنیکي کاریګرو لپاره لسګونه کاري ورځې رامنځته شي اود ۲۶۰ کورنیو ماشومان به د زده کړې له مناسب چاپېریال څخه برخمن شي. په بلخ ولایت کې ۱۴۹ ښوونځي پلان شوي او د ۱۰۰ ښوونځیو کار بشپړ شوی دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۴:۴۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او د لوړو زده کړو وزارت د ګډې څارنې کمېټې غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او د لوړو زده کړو وزارت د ګډې څارنې کمېټې غونډه، د دواړو وزارتونو ترمنځ د لاسلیک شوي مخکیني ګډې همکارۍ هوکړه‌لیک د تطبیق بهیر د ارزونې په موخه، د کلیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۵:۴۷
Background image

په کندهار ولایت کې د اوبو د یوه کوچني بند (چکډیم) د جوړولو چارې پیل شوې

د کندهار ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د ارغستان ولسوالۍ په ماکوان خانزي کلي کې د څه باندې (۶،۱) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د یوه کوچني بند (چکډیم) د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۵:۴۳
Background image

په کونړ ولایت کې د اوبو رسولو دوې شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د کونړ ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د پیچ درې ولسوالۍ  په درې ښار او توحید آباد کلیو کې د څه باندې (۷.۱) میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو دوو شبکو د. . .

BACK TO NEWS