په بغلان کې د ۷ میلیونو افغانیو په ارزښت د دوو پرمختیايي پروژو کار روان دی

Ehsan_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۴/۲۵ - ۱۱:۵۸
بغلان

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون د پروګرام له لوري د بغلان ولایت  دده صلاح ولسوالۍ د جر درې په در کلیو کې د ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو د بریښنا یوه وړه شبکه او د اوبو رسولو د یوې جاذبوي شبکې جوړولو کار روان دی. له دې پروژو د بریښنا پروژه ۲۸ کیلو واټه توربین او ۳۰۰ متره کانال لري د اوبو رسولو شبکه د ۲۰ متره مکعبه اوبو ظرفیت لري.

ددې پروژو په تطبیق سره به ۲۶۴ کورنۍ د څښاک صحي اوبو او بریښنا ته لاسرسی پیدا کړي.

یاده دې وي چې جر دره د اندراب په پای کې پرته ده چې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت ولسي تړون پروګرام تر خپل پوښښ لاندې راوستې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS