په بغلان کې د ۱۵.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت دوه پلونه جوړ شول
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي لار جوړولو پروګرام له لوري د بغلان د پلحصار ولسوالۍ په باغدره او انامک سیمو کې د ۱۵.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت ۴۷۰ متره سړک او دوه اتصالي پلونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
دا پلونه ۱۵ او ۱۷ متره اوږده دي چې د کار په ترڅ کې یې ۶۸۱۲ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه.
باید ووایو چې له دې دوو پروژو به په ۹۶ کلیو کې ۲۵۱۰ کورنۍ په مستقیم ډول ګټه واخلي ترانسپورتي ستونزې به یې هوارې شي، کرنیز محصولات به یې بازار ته لاره پیدا کړي او په دې به وتوانیږي چې خپل ناروغان په اسانه روغتونونو ته ولیږدوي.