په بغلان ولایت کې د ټانکرونو په واسطه د څښاک د پاکو اوبو د ویش د بهیر څارنه
د اوبو رسولو دغه پروژه د بغلان ولایت د دهنه غوري ولسوالۍ د بي بي ګاهوره، امرخیلو، عیسی خیلو، اندړو، بیخ جنګل او کندهاريو کلیو کې د OCHA ادارې په مالي مرسته او د ADEO مؤسسې له خوا د بغلان ولایت د کليو د بيارغونې او پراختیا رياست په همغږۍ او څارنې سره پیل شوه. دغه بهیر دوه میاشتې دوام کوي او د بغلان ولایت د دهنه غوري ولسوالۍ په شپږو کلیو کې ۲۶۰ کورنۍ تر پوښښ لاندې نيسي او هره ورځ ۲۶۰۰۰ لیټره صحي او پاکې اوبه ورته انتقالیږي. د يادونې وړ ده، چې د دغو کليو اوسېدونکي د وروستيو سېلابونو له امله متضرر شوي، کلي يې ويجاړ شوي او نورو سيمو ته هم کډه شوي دي.