په بدخشان کې د ۶.۲۹ کیلومتره اوبه خورکانال د جوړولو کار روان دی

mrrd-admin
شنبه ۱۴۰۰/۱/۷ - ۱۳:۴۸
جریان کار اعمار ۶.۲۹ کیلومتر کانال آبیاری در بدخشان

داغاخان بنسټ له لوري د کلیوبیارغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو دهمغږۍ دفتر تر څار لاندې او KFW په مالي ملاتړ د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍ کې ۶.۲۹ کیلومتره کرنیز کانال د جوړولو کار ۶۰ سلنه مخکې تللی دی.

ددې پروژې په تطبیق سره به د سیمې ۷۳ کسانو ته د دوامداره کار زمینه برابره شي او ۱۱۸۷۹ کسان به یې له ګټو برخمن شي.

باید ووایو چې دا کانال به په ۱۲ کلیو کې ۲۲۴۵ جریبه کرنیزه ځمکه د اوبه خور تر منظم پوښښ لاندې راولي، او کروندو ته پر لاره به د اوبو د ضایع کیدو مخنه هم ونیول شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۳۸
Background image

په بامیانو ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د بامیانو ولایت په مرکز او يکاولنگ ولسوالۍ کې د شاوخوا (۳۷) میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې  د دغه. . .

BACK TO NEWS