په بدخشان کې د ۳.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه کانال او د اوبو د یوې زیرمې جوړولو کار بشپړ شو

content_manager
یکشنبه ۱۳۹۸/۶/۳۱ - ۷:۳۰
بدخشان

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون پروګرام له خوا د بدخشان ولایت د تیشکان ولسوالۍ په غیلاوک او دره قاق کلیو کې د ۳.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبه خور ۴۷ متره اوږد او ۴ متره لوړ کانال او د ۱۰۵ متره مکعبه په ظرفیت یوه د اوبو زیرمه بشپړ او ګټې اخستنې ته وسپارل شول.
ددغو دوو پروژو په ترڅ کې فني او نا فني کارګرو ته ۳۶۸۲  کاري ورځې رامنځ ته شوې وې، په دې سره به  ۱۷۷ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي او ۱۴۹ کورنۍ به ترې ګټه واخلي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۴:۴۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او د لوړو زده کړو وزارت د ګډې څارنې کمېټې غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او د لوړو زده کړو وزارت د ګډې څارنې کمېټې غونډه، د دواړو وزارتونو ترمنځ د لاسلیک شوي مخکیني ګډې همکارۍ هوکړه‌لیک د تطبیق بهیر د ارزونې په موخه، د کلیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۵:۴۷
Background image

په کندهار ولایت کې د اوبو د یوه کوچني بند (چکډیم) د جوړولو چارې پیل شوې

د کندهار ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د ارغستان ولسوالۍ په ماکوان خانزي کلي کې د څه باندې (۶،۱) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د یوه کوچني بند (چکډیم) د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۵:۴۳
Background image

په کونړ ولایت کې د اوبو رسولو دوې شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د کونړ ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د پیچ درې ولسوالۍ  په درې ښار او توحید آباد کلیو کې د څه باندې (۷.۱) میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو دوو شبکو د. . .

BACK TO NEWS