په بدخشان کې د ۱۶.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت یو پل جوړ شو
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د افغان- تاجیک په سرحدي سیمو کې د معیشت د پرمختګ پروژې (لیتاکا-۲) له لوري د بدخشان ولایت د شهر بزرګ ولسوالۍ په پیتاب کلي کې د ۱۶.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت ۳۱ متره اوږد پل جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د دې پروژې په ترڅ کې ۹۰۶۷ کاري ورځې رامنځ ته شوې وې او په بشپړتیا سره یې تر ډیره د خلکو ستونزې هوارې شوې.