په بدخشان کې د څه باندې ۱.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو د یو کانال د جوړولو کار بشپړشو

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د څه باندې ۱.۸میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو د یوکانال د جوړولو کار د بدخشان ولایت د اشکاشم ولسوالۍ اړوند د سرشخ کلي د پراختیایي شورا له خوا بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. د دغه کانال مجموعي اوږدوالی ۱۱۰۰ متره دی چې د پروژې د جوړولو په بهیر کې ماهرو او غیرو ماهرو کاریګرو ته ۱۶۹۹ کاري ورځې رامنځته شوي او د کلي ۱۶۱ کورنۍ به ترینه ګټه پورته کړي. د یادونې وړ ده چې د نوموړي کانال په ګټې اخیستنې سره به د کلیوالو ۱۰۵ جریبه ځمکه خړوبه شي.