په بدخشان کې د لمريزې برېښنا د توليد د یوې شبکې به جوړیدو سره به ۱۹۵ کورونه او ۲ جوماتونه روښانه شي

mrrd_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۸/۱ - ۱۰:۲۱
جریان کار تمدید یک شبکه‌ی برق آفتابی به ارزش ۹ میلیون افغانی در بدخشان

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د بدخشان ولایت د شهربزرگ ولسوالۍ اړوند د پتاو پراختیایي شورا لخوا د ۸.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲۳.۴۱۲ کیلو واټه لمريزې برېښنا د توليد د یوې شبکې د جوړیدو کار روان دی.

دغه شبکه چې جوړېږي، له امله به يې ۱۹۵ کورونه او ۲ جوماتونه روښانه شي. په دې شبکه کې ۱۴۰ تختې ۲۵۰ واټه سولري هیندارې او ۲۲۵ امپیره ۷۲ بطریو پر نصب سربیره ۴۱۴۰ متره تار غځیدلی دی.

ددې پروژې د جوړولو په ترڅ کې به تخنیکي او نا تخنیکي کاریګرو ته ۴۷۲ کاري ورځې رامنځته شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۳۸
Background image

په بامیانو ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د بامیانو ولایت په مرکز او يکاولنگ ولسوالۍ کې د شاوخوا (۳۷) میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې  د دغه. . .

BACK TO NEWS