په بامیان کې د ۳۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د دووپرمختیايي پروژو کار پیل شو

content_manager
یکشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۳ - ۱۱:۷
آغاز کار تطبیق دو پروژه‌ی انکشافی به ارزش ۳۶ میلیون افغانی در بامیان

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي لار جوړولو ملي پروګرام له لوري د ۳۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د دووپرمختیايي پروژو کار د بامیان په مرکز او سیغان ولسوالۍ کې پیل شو.

په دې پروژو کې د ۱۳.۸ کیلو مترو په اوږدوالي دوه سړکونه جوړیدل دي چې یو یې د بامیان د مرکز له نعل شیره سیمې تر شهیدانو دروازې پورې او بل یې د سیغان ولسوالۍ له اختیاران کلي تر کجي شیبرتو سیمې پورې جوړیږي.

باید ووایو چې د دې پروژو د پلي کیدا په ترڅ کې ۳۲۰۰ کاري ورځې رامنځته شوي او په بشپړتیا سره به یې ۷۸۰ کورنۍ د لومړنیو خدمتونو مرکزونو ته لاره پیدا کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۶ - ۸:۳۸
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال معرفي شو

ملا نثاراحمد نصرت چې د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم په اساس د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو د مرستیال په توګه ټاکل شوی وو نن. . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۱ - ۱۰:۳۴
Background image

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت سرپرست وزیر غور ولايت ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت سرپرست وزير الحاج ملا محمد يونس اخندزاده او مل پلاوي غور ولايت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له رئیس او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۰ - ۸:۳۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر له خوا په کندهار ولایت کې (۵۲۰۰) متره استنادي دیوال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د کندهار ولایت په سپين بولدک ولسوالۍ کې د (۷۵) میلیونه افغانیو په لګښت د (۵۲۰۰) مترو په اوږدوالي استنادي دیوال د جوړولو چارې بشپړې او نن د یوې. . .

BACK TO NEWS