په بامیان کې د اوبو رسولو د یوې شبکې او د اوبه خور د کانال کار روان دی
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون پروګرام له لوري د بامیان ولایت د پنجاب ولسوالۍ په نولیس کلي کې د اوبو رسولو د یوې شبکې او د اوبه خور د یوه کانال کار ۹۵ سلنه مخکې تللی دی.
دا پروژې چې بشپړې شي، نو ۱۸۰ کورنۍ به یې له ګټو برخمنې شي.