په بادغیس ولایت کې ۲۱۰ کیلو متره سرک جوړ شو
د کلیو بیا روغونې او پرختیا وزارت د کلیوالي سړکونو د جوړولو پروګرام له لوري په بادغیس ولایت کې ۱۹ پروژې، چې په کې د ۲۱۰ کلیومتره سرک او ۶۰ متره پل جوړول شامل و، د ۵۸۵ میلیونو افغانیو په ارزښت یې چارې بشپړې شوې.
د دغو پروژو په کاري بهیر کې ۱۱۲ زره کاري ورځې رامنځته شوې، چې د سېمې ۹۰ زرو وګړو ته یې د ژوند لومړنیو اړتیاو ته یې لاسرسی اسان کړو.
نوموړی پروګرام به په راتلونکي کال (۱۴۰۰) کال کې ۵ نورې پروژې، چې ۷۶ کیلو متره سرک هم په کې شامل دی، په بادغیس کې تطبیق کړي.