په الینګارولسوالۍ کې ۸  پروژي ګټه اخستنې ته وسپارل شوې اود ۱۱ پروژو دبنسټ ډبرې کیښودل شوې

Ehsan_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۵ - ۱۲:۰
لغمان

دلغمان والي محمد اصف (ننګ) دکلیودبیا رغوني اوپراختیا ریس انجینرامان الله (میاخیل) د ادارو، ریسانو دالینګارولسوالۍ کې ۸  پروژې ګټه اخستنې ته وسپارلې اود ۱۱ پروژو دبنسټ ډبرې کیښودې ، دکلیود بیا رغوني اوپراختیا ریس، د دې ریاست، اړوند پروژو، په اړه وویل دلغمان ولایت، دکلیودبیا رغوني اوپراختیا ریا ست له لورې د نږدې ۳۰ میلیونه افغانیوپه ارزښت ،یوداوبوشبکه  ۹۶۰ متره استنا دې دیوالونه ۹۰ متره ، د اوبوسربندونه، په پاخه اواساسې ډول رغول شوې او(۵ ) کیلومتره سرک بیا رغول شوې چې دغه ۸  پروژې ګټه اخستنې ته وسپارل شوې، او د څه باندې ۵۵ میلیونه افغانیو په مالې لګښت ۱۱ مختلفې پروژې، چې په دې کې فرعې سرکونو بیا رغول ، استنادې دیوالونه د اوبوشبکې، د اوبوسربندونه شامل دې، دبنسټ ډبرې کیښودل شوې، چې دالینګارولسوالۍ سلګونو، تنوځوانانوته پکې دکارزمینه برابره شوه، چې په بشپړیدوسره به دسیمې اوسیدونکوته پوره اسانتیا وې برابرې شي ، همدارنګه دلغمان مرکزاوولسوالیوپه شمول ټول لغمان کې دکلیودبیا رغونی اوپراختیا ریاست، اړوند څه باندې ۳۵۵ میلیونه افغانیوپه مالې لګښت ۶۵ محتلفي پروژې تکمیل شوې دي اود څه باندې ۳۹۹ میلیونه افغانیو په لګښت محتلفې پروژې رواني دي ، ښا غلې میاخیل زیاته کړه د لغمان ولایت دکلیودبیا رغوني اوپراختیا ریاست، د نړیوال خوراکې سازمان WFP او (RRDPO) انجوله لورې ،د الینګارولسوالۍ په مختلفوسیموکې مشترکه سروې ترسره شوې هغه کورنې چې ډيرې بیوزله دې په نښه شوې دي، چي شمیرزرو، کورنیوته رسیږې، له دغوکورنیوسره به ډیرژر، د کلیودبیا رغوني اوپراختیا ریاست په تخنیکې همکارې اود نړیوال خوراکې سازمان (WFP) په مالي لکښت ددرې میاشتولپاره په هره میاشت کې زرسهمه وړیا مرسته ترسره شې چې هرې کورنې ته به په میاشت کې ۵۰ کیلووړه، څلوراعشاریه ۵ لیتره غوړې  ۵ کیلودال یواعشاریه ۵ کیلوحلوا، نیم کیلومالګه ورکول کیږې همدارنګه د الینګارولسوالۍ کې ۱۱۰ طبعیې پيښوځپلوکورنیوسره دغیرې خوراکې توکومرسته ترسره شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۳۸
Background image

په بامیانو ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د بامیانو ولایت په مرکز او يکاولنگ ولسوالۍ کې د شاوخوا (۳۷) میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې  د دغه. . .

BACK TO NEWS