په اروزګان کې به د پرمختیایی پروژو د پلي کولو بهیر چټک شي
د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي د ارزوګان ولایت له والي محمد شفیق اسدالله سعید سره په لیدنه کې د یاد ولایت د خلکو ستونزې واوریدې.
د ارزوګان والي د کوچنیو سربندونو، سرکونو او پلونو د جوړولو غوښتنې د کليو بیارغونې او پراختیا له وزیر سره شریکې کړې.
د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر وویل، په ارزوګان کې به د کاريزونو د بیارغونې په موخه د سروې کولو چارې پیل کړي او د دې ترڅنګ د اوبو مدیریت کولو په پلان کې ارزوګان ته پاملرنه شوې، چې کوچني سربندونه، ویالې او د کرنیزو ځمکو د اوبو کولو په موخه په کې کانالونه شامل دي.