په ارزگان کې ۱۸ پراختیایي شوراګانو ته د کرونا ويروس په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو

Ehsan_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۴/۵ - ۱۵:۳۴
ارزگان

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري او دعامې روغتیا وزارت د لارښود له مخې د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې ۱۸ پراختيايي شوراګانو ته د کرونا ويروس او د خوراکي توکو د کمیټې دجوړیدو په اړه کمپاین ترسره شو. په دغه کمپاین کې د کرونا ویروس ناروغانو د نښو ، له هغې څخه د ځان ساتنې او د وايروس د لېږد د مخنیوي د لارو چارو او د روغتیایي اصولو په په برخو کې لازم پوهاوی ورکړل شو د پراختيايي شورا ګانو غړو ژمنه وکړه چې دا مالومات به د ترینکوټ له اوسیدونکو سره شریک‌ کړي. پدی کمپاین کې همدارنګه د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د مرستندویه برخی د پیل لپاره د موادو ویش کمیته هم جوړه شوه نوموړې کمیته د پراختیایې شورا له فرعي کمیټو څخه چې په هغه کې ځوانان، ملا امامان او زیانمنونکي شامل دي ، جوړه شوه چې په راتلونکې کې په بیړنیو حالاتو کې له خلکو سره مرسته وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۸:۵۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو پراختیا انسټيټوټ او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۲:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا او خوست ولایتونو قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا او خوست ولایتونو له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۴۳
Background image

په دایکندي ولایت کې د اوبو رسولو (۴) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم له خوا د دایکندي ولایت په پاتو ولسوالۍ کې د  څه باندې (۲۹،۹) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (. . .

BACK TO NEWS