په ارزګان کې ۳۸۶ کلیوالي کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شویدي

Ehsan_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۳/۲۷ - ۱۷:۴
ارزگان

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د ارزګان د ترینکوټ ولسوالۍ اړوند د خیرو کاریز کلي د پراختیایي شورا له خوا د څه باندې د ۲ میلیونه او ۹۰۰ زره افغانیو په لګښت د څښاک د پاکو اوبو د ۲ شبکو د جوړولو کار د یو کال په موده کې بشپړ اوګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

دا پروژې چې ۱۲ نلکې لري، د کار په بهیر کې یې ماهرو او غیرو ماهرو کاریګرو ته ۱۷۷۱ کاري ورځې را منځته شوې. د یادونې وړ ده چې د نوموړو شبکو په جوړیدو د ۳۸۶ کورنیو ۳۰۴۰ تنه غړیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۴:۴۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او د لوړو زده کړو وزارت د ګډې څارنې کمېټې غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او د لوړو زده کړو وزارت د ګډې څارنې کمېټې غونډه، د دواړو وزارتونو ترمنځ د لاسلیک شوي مخکیني ګډې همکارۍ هوکړه‌لیک د تطبیق بهیر د ارزونې په موخه، د کلیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۵:۴۷
Background image

په کندهار ولایت کې د اوبو د یوه کوچني بند (چکډیم) د جوړولو چارې پیل شوې

د کندهار ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د ارغستان ولسوالۍ په ماکوان خانزي کلي کې د څه باندې (۶،۱) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د یوه کوچني بند (چکډیم) د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۵:۴۳
Background image

په کونړ ولایت کې د اوبو رسولو دوې شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د کونړ ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د پیچ درې ولسوالۍ  په درې ښار او توحید آباد کلیو کې د څه باندې (۷.۱) میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو دوو شبکو د. . .

BACK TO NEWS