نورستان ولایت کې د ټرانسپورټي پله پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

Ehsan_admin
جمعه ۱۳۹۹/۱/۲۲ - ۱:۳۷
نورستان

د کلیو بیا رغونې او پرمختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د نورستان ولایت د واما ولسوالۍ په اسلام آباد کلي کې د نږدې ۱۶ میلیون افغانیو په ارزښت ټرانسپورټي پُل ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د دغې پروژې په لړ کې چې له ملي بودیجې تمویل شوې ۳۴۵۶ کاري ورځې رامنځته او د سیمې ۲۷۸۰ اوسیدونکي ترې ګټه پورته کوي.
د یادې پروژې په بشپړیدو سره نه یواځې د سیمې د بیلابیلو کلیو تر منځ د خلکو د تګ او راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته شوي بلکې مارکیټونو ته د دوی د محصولاتو د رسولو په برخه کې یې هم مرسته کړې چې پر اقتصاد به یې مثبت اغیز وشیندل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۰
Background image

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت محترم وزیر صاحب غزني او زابل ولایتونو ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د مل پلاوي په ملتیا غزني او زابل ولایتونو ته د کاري سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د کلیو د بیارغونې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۸:۲۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د نورستان ولایت له والي او قومي مشرانو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د نورستان ولایت له والي ذین العابدین عابد او د یاد ولایت قومي مشرانو سره لیدنه وکړه.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۴:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د اهل تشیع مخور سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د اهل تشیع له مخور سید حسن فاضل زاده او استازو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې. . .

BACK TO NEWS