سرپل کې د د ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې بریښنایي شبکې دغځولو کار روان دی

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون پروګرام له لوري دسرپل ولایت د مرکزاړوند قشقري کلي کې د ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې بریښنایي شبکې دغځولو کار ۹۰ سلنه پر مخ تللی دی.
دا شبکه دقشقري کلي په دریو برخو کې ۲۰زره ولته ولتاژ لرونکی ۴کیلو متره مزی غځوي او۲۰ کیلو ولټ امپیر ۳ تراسفرمرونه مونتاژ او نصبوي.
او په بشپړیدو سره به یې ۶۶۰کورنیو ته بریښنا ورسیږي.