د کنر په مروره ولسوالۍ کې ۱۵۰ کورنیو ته د څښلو پاکې اوبه برابرې شوې

content_manager
یکشنبه ۱۳۹۸/۳/۵ - ۱۱:۵۴
کنر

د کلیو د بیارغونې او پرمختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو ملي پروګرام له لوري د کنړ ولایت د مرورې ولسوالۍ په «لاهورداګ» کلي کې د اوبو رسولو یوه لمریزه شبکه جوړه او د خلکو ګټې اخیستنې ته وسپارله. په دغه پروژه ۲۳ مېلیونه افغانۍ لګښت راغی چې په افغانستان کې د یونیسف د ادارې لخوا ورکړل شوې.

د اوبو رسولو ددغې پروژې د جوړولو په چارو کې د سېمې خلکو ته ۹۰ کاري ورځې ایجاد شوې او شاوخوا ۱۵۰ کورنیو ته یې د څښلو پاکې اوبه برابرې کړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۱۹
Background image

په پروان ولایت کې د (۱۷۵) بیلابیلو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پروان ولایت په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې د څه باندې (۲۴۵) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۷۵) پراختیايي پروژو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۵:۲۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت کې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب په مشري نن له غرمې مخکې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې چې د کلیو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۸:۱۲
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د (۱۱۶) بیلابیلو پراختیايې پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د میدان وردګ ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د شاوخوا (۲۰۳) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۱۶) بیلابیلو پراختیايې پروژو چارې نن د یو لړ مراسیمو په ترڅ. . .

BACK TO NEWS